Home » پوھوزانت » غدار ۔۔۔ کرشن چندر / عابدہ رحمٰن

غدار ۔۔۔ کرشن چندر / عابدہ رحمٰن

دويم اګست۱۹۴۷  کښي زه د مور دا طرفه د نيکه کره ووم- زما نيکه دي په لالے کلي دي- کلے لاله د قلا سوبها سنګ د ټيشن سره نزدي دے- ټيشن نه سه پاؤ کم يو ميل يا پاؤ باندي يو ميل فاصله به وي- کلي لاله کي زمونږ د برهمنون آبادي ډيره ده- هغے نه پس د کهتريانو کورونه دي- اؤ ټولو نه لږه آبادي د مسلمانانو ده- زما نيکه دي د ګوروګوسايانو د کورنې په نوم ياديګي چي په نرهمنو کښي د ټولونه اوچت وي- د زرګونو کالو نه مونږ په دي کلي کښي آباد يو- وائي چي په يوه زمانه کښي په دي ټوله علاقه کي زموږه خاني وه-اوس هم په لاله کلي کښي د ټولو نه اوچته کورنئي د محلان په نوم ياديګي چي رمپال برهمنود خپل عروج په زمانه کي تعمير کړي وه- حويلي څه ده، د زړے زمانے يوه قلعه شان ده- چي په شمال مغرب کښي شګني خټونه اؤ خوره وهلے د بنجر زمکو يوه سلسله د لري پوري تلي ده چرته چي صرف درب راخيژي اؤ د نلونو د ځنګل د اوګدو اوګدو سپين مالوچو پشان شونډو سره د زمکے نه راخيژي-اؤ چي کله د سيلئي د دي ځنګل کښي تيريګي نو د يو سر نه واخله د بل سره پوري داسي ټيل وهي لکه چي لق و دق صحرا کښي ګڼو مرغابيانو وزرے خلاصے کړي وي اؤ لري پوري منډي وهي- زما د نلونو ځنګل ډير خوښ وي- ما شادان به غرمه کښي، چي کله به د هغے مور اووده شوه، دلته به ملاويدو- حلانکه د محلان لوئي ورته مخامخ چي کومه کچا لار تلا هغه د ګنو د پټو نه تيريدله-  د کومو ورځو خبره چي زه کومه په هغه ورځو کښي د ګنو فصل ځوان اؤ دنګ وو اؤ د حغے شنه فصلونو به عاشقانو له پناه ورکوله خو زما اؤ  د شادان به د نلونو ځنګل خوښ وو ځکه چي مونږ به چي کله په خبرو خبرو کښي چپ شواؤ د شادان د خړو ويښتويو پيکئي به د هغے په سپين تندي به خور شو اؤ د هغے په غټو غټو سترګو کښي به د حيرت اؤ خفګان سوري ګډوډ شو نو هګه وخت به په دربو اؤ نلونو کښي تيريدلو سيلئي به زمونږ د زړونوسره پټي پټي خبرے کولي اؤ د هغے په رو رو خوږ غږ کښي به د ناآشنا خوبونو ګونګري شړنګيدل- د هغے په ريښمينو آوازونو کښي به د هغے ښائسته قيصو بازګشت اؤريديکيدوچي مينه هرديوال، رکاوټ، هري لوړي ‌ژوري نه به تيره شوه اؤ په تور آسمان به يوه رنګينه جوړه شوه- په نلونو کښي خو سيلئي خبري کوي خو د ګنو په پټي کي يي ساه داسي بنده شي لکه چي په هره لحظه ورته د سماج، د مذهب اؤ د زړو اعتقادونو يره وي! اؤ چرته چي سيلئي له هم يريګي نو هلته به عشق څه وده اوکي؟ نو زکه مونږ د نلونو په ځنګل کښي پناه اخيستي وه چي د هغي سپين ريښمين زونډي به د نرو نازکو تنو په سر ولاړ زمونږ د عشق پشان به مغروره ښکاري ده.

د دويم اګست د غرمے خبره ده- زمونږ شاته د نلونو ځنګل وو- اؤ د ځنګل نه شاته زموږ کلے وو- اؤ مونږ ته مخا مخ د لري پوري په ميلونو بنجر زمکه وه چي خورئي ختمه کړي وه- سحر باران وريديلے وو خو په آسمان باندے سپينو وريځو لکه د چرګ خپله سينه خوره په خپل ځان کښي يي د باران داني پټي کړي اؤ اخوا ديخوا ګرځيدل- په هوا کښي د اوبو نمي وه اؤ د خاورو خوږ بوئي- اؤ لري د مغرب ډډي ته يوه داسي شفا فه رڼا وه، دومره شفافه لکه چي اوس به ويلي شي اؤ د بوډئي ټال به جوړ شي-

زما لاس د شادان په لاس کښي وو اؤ مونږ دواړو آسمان ته داسي کتل لکه چحي هيله يو مسافر وي اؤ هم د دغے لاري نه به راځي-

ما د شادان لاس رو شان او زورلو اؤ ورته مي اؤيل : ” يوه ورځ به ته ما هير کښي!”

شادان د سينے نه يو آه اووتلو خو خاموشه وه- هغے د دي سوال هيڅ جواب را نه کو، اؤ هغے به د دي سوال جواب هم څه راکړے وے چي کوم سوال د ازل نه رايسته ښځه د سړي نه اؤ سړے د ښځے نه کوي-

څومره زوړ سوال دے خو هر ځل څومره نوے ښکاري- داسي ښکاري لکه چي نن په نومړي ځل دا سوال شوے وي-

ما بيا اوؤيل؛ ” يو ورځ به ته واده شي”

” آؤ زه به واده شم – بيخي هغه شان لکه چي څنګه چي ستا واده شوے دے”- هغے ماته نه کتل اؤ رو شان يي اووي- د هغے نطر لا د اوسه پوري په آسمان هم هغلته نښتے وو-

” زما واده خو زما مور اؤ پلار په وړوکوالي کي کړے وو” ما احتجاجا اووي-

شادان اووي : ” اؤ ستا خيال دے چي زه به په خوښه واده اوکړے شم؟”

ما سر ټيټ کو-

شادان د آسمان نه سترګے واړولي لکه د چي د هلته نه مايوسه شوه- بيا هغے زما زنه اونيوله اؤ زما ټيټ سر يي اوچت کو اؤ خپل ګلابي اننګے يي زما د اننګو سره اووجنګوؤ اؤ په رو رو ډير په مينه اؤ مضبوطئي سره يي اووي:

هسي خو به زه واده شم اؤ زما بچي به هم اوشي اؤ زه به هغوي د پاره يوه ښه مور، خپل خاوند د پاره يوه نيکه اؤ اطاعت شعاره ښځه جوړه شم اؤزما به کور وي اؤ د ژوند ټولي خوشحاليانے چي يوه ښځه غواړي ماته به نصيب وي خو يو چرته زما دننه ، دير ژور زما دننه، اؤزما د لړمون نه هم ډير لري دنه، چرته چي د ښځے روح اوسي، هلته به ته در تله موجود اوسي!”

” ته به ياديئي؟”

شادان به يو څه راته وي چي د لري نه ده نلونو په ځنګل کښي يو غږ شواؤ هغه يو دم چپ شوه- مونږه ساه او نيوله اؤ آواز ته غوږ شو، د فکر اؤ د حيرت سره زکه چي دي وخت کي به دلته هيڅوک نه راتلل- چي آواز رانيزدي شو نو مونږه دواړو يو بل ته اشاره اوکړه اؤ په کپل زي اودريدلو- اؤ بيا په غلي غلي قدمونود ځنګل بلي ډډي ته لاړو-
” واعليکم سلام” ناساپه آواز يو خاص زي ته لاړو اؤ اودريدو، بيا چا اووي:

اسلام عليکم!”

شادان دويم آوازاو پيژندو- هغے چغه وهله چي ما ورله په زر په خوله لاس کيښودو- دويم آواز ما هم او پيژندو- دا د هغے د رور د طفيل آواز او- طفيل اؤ شادان دواړو لاهور کالج کي سبق وے اؤ د اوړي په چټيانو کښي دلته، خپل کلي ته راغلي وو-

لومړي آواز والا سړي اووي: ” زه چک تارا نه پيرقلندر شاه راليګلے يم”-

” هم هغه زبرګنج والا پير قلندر شاه”

څه پيغام وے؟”

” هغه پيغام د ملک سر بلند په نوم دے”-

” زه د سر بلند زوي طفيل يم”-

نا آشنا کس لږ ساعت پوري چپ او، بيا يي رو غودي اووي: ” پير قلندر شاه وئييل تاسو د اوسه پوري په کلي لاله کي هغه سلسله نه ده شروع کړي- دا غلطه کبره ده، پکار ده چي د اګست د پنځلسمے پوري ټوله فيصله اوشي”-

“څنګه فيصله؟”

” پير قلندر شاه ويلي دي چي د پنځلسم اګست پوري دي ده کلي ټول هندوان زلمي او وژلے شي- ده هندوانو ټولي ځواني ښځے چي کومي دلته راغونډي شوي دي يا راغونډيګي يا د خواؤشا  د علاقو نه رارواني دي هغوي ټولي اوساتئي- البته بوډاګان سړي، ښځي اؤ ماشومان پريګده”-

شادان زما سينے سره راجوښته شوه- زمونږ د دواړو زړونه درزيدل- مونږ دواړو يو بل ته اوکتل اؤ يو بل ته تر غاړه وتو-

لږ ساعت پس طفيل اووي: ” زما پلار هم يو پيغام ستا د پير قلندر شاه په نوم راکړے دے”-

” هغه څه ؟” نا آشنا کس اووي.

” زما پلار وويئل چي دا کار زما نه نه کيږي- د سلو کالو نه مونږ دي کلي کښي اوسيګو، زمونږ نه دا کار نه کيږي”-

” دي صورت کښي به زمونږ چک تارا والابه پخپله راځو او دا کار به کوؤ”- ناآشنا کس طفيل له دهمکي ورکړه- طفيل چپ او- ډير ساعت پوري د نلونو په ځنګل کښي خاموشي وه- آخر نا آشنا خاموشي ماته کړه اؤ اووئيل: ” ښه زه ځم”

د دوه کسانو قدمونه د نلونو په ځنګل کښي بيئلے بيئلے ډډي ته تؤ شو اؤ زمونږ نه لري شو- لږ ساعت پس په ځنګل کي خاموشي شوه-

ما شادان د خپلي سينه نه جدا کړه اؤ ورته مي اوويل: ” اوس  ته فورا کورته لاره شه”-

هغه په زوره زما سينے ته راجوښته شوه اؤ اووي: ” نه نه زه نه ځم- چرته چي ته ځے هلته به ځم!”

يو پيکا مسکان زما شونډو راغے اؤ ورته مي اووي: ” تا هر څه واوريدل کنه؟”

” نه، نه”- حغے په پريشانه نطر ماته اوکتل اؤ اووي: ” حغوي داسي نشي کولے!…… رشتيا! هغوي داسي نشي کولے!! مونږ ټول کو د دي زمکي اولاد يو”-

زمکه خو هس کله هم زهر نه رااوباسي شادان- زمکے نه خو شنه شنه غوټئي را غوريږي- خو تا به ليدلي وي چي کله بهر جاکهړ چلي ګي نو يو ساعت کي شنه شنه فصلونه تباه شي! په دي کښي د زمکے څه ګناه ده؟”

شادان سرښکته کو- ما هغه د ځان نه جدا کړه اؤ ورته مي اووي: ” ته زر کورته لاړه شه ګني غضب به او شي- سينکړه ځل د ملاويدو نه پس هم چي د کوم شي فيصله او نه شوه د هغے به نن څه لاره اوه زي- هغه خلق ډير چالاکه دي شادان- هغوي زمونږ وطن ټوټے کوي اؤ ټولو نه مخکي هغوي زمونږ د زړونو ټوټے کړي دي! ويش خو اصل کي د زړونو نه شروع شوے دے؟”

” دا خبره ته ماته کئي؟” شادان ګله اوکړه

” تاته نه شايد چي دا خبره زه اوس د نلونو دي ځنګل ته کومه- هغي لاري ته کوم چي هيله په هيڅ کله هم ماله لکه د مسافر غوندي را نه شي! اوس ته زه کورته لاړه شه- زه محلان ته خبر وړم!”

شادان په جړا لاړه- ما په محلان کښي ټول خبر کړل- ډيري ورځو نه کلي لاله ته د خوا ؤشا د کلو نه د برهمنو اؤ دکهتريانوواده شوي جينکئي راغونډيږدي- دا خبره يي چي واؤريده نو غم جوړ شو- لږ ساعت پس ملک سر بلند په منډه منډه زمونږ کور ته راغلے- هغه زما د نيا ايشور کور ډير عزت کولو- زما نيا د کلي ټولو مشره وه اؤ په کلي کښي چي څه هندو وائي، څه مسلمان، څه سکهه، هيچا به د هغي خبره لاندي نه غورزوله- د هغي عمرپنځه اتيا کاله اوخوښکاري ده به د سلو کالو- هغي د راتلو سره ملک ته په قهر شوه:

” يه سر بلنده” نيا ملک ته کنځل اوکړل اؤ اوئيل، ” خاري شي ! ايري شي! دا زه څه اورم؟”

سربلند راغلے اؤ د ايشور کورپښو له يي لاس وروړو اؤ اوؤيل يي، ” مور! مونږ ستا ځامن يو- چي تر څو مونږ ژوندي يود چک تارا خلق زمونږ لوڼو خويندو ته په کاږه نظر نه شي کتے- د کلي د ټولو مسلمانانودا متفقه فيصله ده!”

په اوچو شونډو د خوشحالئي خندا خوره شوه- ماته ايشور کور پوهے ده ملک سر بلند دروغ نه وائي- تړلي شوي اسپابونه بيرته خلاص شو- د پنډوکو نه سامان را بهر کړے شو- پخي ښځي په پخولو سړه ولو کيښ او لګيدي- پيغلو په آئينه کښي په خپلو غټو غټو سترګو کښي کجل لګول شروع کړل اؤ د خپل ښائست نه پخپله او شرميدلي اؤ په پلؤ کښي پټي شوے-

دوه دري ورځي په اطمنان تيري شوي- هيڅ قسمه څه نا خوشګوار واقعه او نه شوه- هندوانو اؤ مسلمانانوبه په شريکه د کلي خواؤشا کښي څوکئي ورکولي- د پريشانئي خبره دا وه چي د کلي لاله ته د خواؤشا د علاقو نه د برهمنو اؤ د کهتريانوخاندان د پناه د پاره يو مخ راروان او- هيچرته جنګ نه ؤ شوےخو لکه د طوفان نه مخکي چي څنګه مرغئي هوا بوئي کي اؤ جالا پريګدي اؤ مخلفو ډدو ته والوځي،  هم دغه شان کلي ته هم د هندوانو د قافلو جوپي راروانے وي-

د اګست په پنځم تاريخ په ماښام د چک تارا د کلي د ډډي نه ډحولکے( طبل) وهليکيدو- د ډحولکي آواز اوچت اؤ نزديکيدو- محلان کښي خځوپه چغو چغو ژړا شروع کړه- ډيرے ښځي پکښي بے هوشه شوي- وړو زګو په ژړا ژړا غم جوړ کو- عين په دغه وخت ملک سر بلند راغلے اؤ اوؤيل يي چي، ” د چک تارا نه د پنځه سوه مسلمانانو جوپه راروانه ده- مونږ د مداخلت کولو والا ټول پنځوس مسلمانان يو- زه تاسو نه شم بچ کولو، تاسو ټول خپل خپل فکر اوکئي”- د سر بلند د تلو نه پس داسي منډي ترړے شوے چي تاته نه شم ويئيلي- مور نه لور هيره شوه، لور نه پلار اؤ پلار نه خپل اولاد- چرته چي د چا مخه شوه هلته د محلان نه اوتښتيدل- په لږ ساعت کښي د محلان حويلي خوشي شوه- تش د تياري په يو ګوټ کښي نيا په پالنګ غلي ملاسته وه- چي زه يي پښو ته نزدي شوم نو ماته يي اووي: اے بدنصيبه ته لا نه ړي؟”

” نيا ابئي زه به تا بوځم”

” څنګه به ما بوځي- زه خو نه شم ګرځيدے؟”

” ذه ‌به دي پخپله اوګه کښينوم اؤ بو به دي ځم”

“چي خپلو ځامنو بو نه تلم نو ته به چي څه بوزي!” د بوډئي نيا په سترګوکښي اوښکے راغلي-

” ذه به دي بوځم” ذه نيا ته ورنيزدي شوم چي په پخپلي اوګه يي راواخلم-

” خبردار که ماله د لاس راؤړو! ما هم دغلته پريګده!” د ډهولکو آواز رانيزدي شو-

” نيا ولي ته دا آواز نه اووري- هغه خلق رانيزدي شول”-

” ذه لږ اوچت اؤرم” نيا ابئي اووي

” اؤ بهګوان دي اوکي چي ذه څه اؤرم هغه دي هيڅ کله وانه ؤرم- ته ما دلته پيګده اؤځه- هغوي به ماته هيڅ نه وائي- پير قلندر شاه! هون، د پير قلندر شاه بچيا، هغه خو د راشي زما مخے ته؟ چي هغه له نه ؤ پيدا شوے، چي د هغه مور راواده شوي وه، ذه پخپله چک تارا ته تلي اوم اؤ د هغے مور له مي د شګون جوړه ورکړي وه- هغه خو د راشي زما مخے ته؟”

” خو نيا ابئي!”

” ته ځه- ذه تاته وايم چي ته خپل خون زما په سر مه اچوه- ذه ډيري خبري نه شم کولے!”نيا ابئي بله ډډي ته واؤړيده اؤ ماته يي شا کړه، اؤ ذه د ټيټ سر سره ده محلات نه رااووه تم- د لوئي ور نه رااوه تم اؤ په هغه کچا لاره راوان شوم چي د ګنو ميانځ له تله- ناساپه ماته يو څه راياد شواؤ ذه د کچا لاري نه راستون شوم اؤ د محلان بلي ډډي ته لاړم، چرته چي د نلونو ځنګل او- اوس د دهولکو د آواز سره سره د الله اکبر نعرے هم صفا صفا اؤريديکيدي- الله اکبر يعني خدائے ډير لوئي دے؛ اؤ انسان ډير وړوکے دے؛ تنګ نظر، کمينه اؤ د نفرت بنده دے- اؤ چي د تهذيب د اوچتے نه اوچتے منارے هم اورسي خود خپل د فطرت د اظهارنه به بچ نه شي زکه چي هغه تش يو انسان دے، خدائے نه دے- شکه ما دي نعرو له هيڅ اهميت ور نه کړو- اخري ځل د ليدو د پاره د نلونو ځنګل ډډي ته لاړم کوم ځي کي چي به ما اؤ شادان د غرمي کښناستو خو هلته اوس هيڅ نه او- ما ډير په حسرت هغي زي ته اوکتل- هسي خو په هغے ذي کښي څه خاص خبره نه وه؛ يو شګن شان خټ اوچرته چي به مونږه کښناستو- مخامخ بنجر زمکه وه- آسمان د خوريزوتورو وريځو نه ډک او- دلته خوهيڅ هم داسي نه او- شنے اونے (شوي)، ښائسته ګلونه، رنګينه آسمان، آبشار، غرونه، اوبه، جهيل…… هيڅ کو هم نه اوچي په دي زمکه په شاعري کيږي- بيا هم دا ځائي د جنت ټوټه ولي ښکاريده؟

” شادان! شادان!!” ما رو شان آواز ورکړو- زمونږ د ملاويدو هم دغه قاعده وه- هغه به مخته په ځنګل کي پټه شوه اؤ چي کله به ذه راغلم نو هغے ته به مي نعرے کړي- او هغه به د ځنګل نه رااووتله اؤ ماته به را ته غاړي وته! ذه خبر اوم چي هغه دي وخت کي دلتي نشته، بيا هم زما ضدي زړه غږ کړو: “شادان! شادان!”

خو هلته هيڅ نه او- ځنګل خاموشه ولاړ او، د نلونو په سرسپينو زونډو باندي د ماښامي تياري خوري شوي- ذه زر د هغے زي نه اوتښتيدم اؤ د قلا سوبها سنګ د ټيشن ډډي ته مي منډه کړه- که ذه د ما ښوستن اتنيمي بجو ګاډي اونيسم اؤ نارووال ته لاړ شم نو ماته به د نارووال نه تر لاهوره پوري کنيکټنګ ګاډي ملاؤشي!

په لاهور کښي زما پلار اوسيدو!

څه پاؤ کم يوه ګينټه کښي ذه د قلا سوبها سنګ ټيشن ته اورسيدم نو تيره ښه ډيره شوے وه- ټيشن ته نزدي د شوي يوه  غټه وونه وه چي د هګي په چي د هغي په درزنونو ښاښونه زمکي ته آويزان وے- دلته ډيره تياره وه اؤ په تياره کښي څه عجيبه غوندي سوري په حرکت کښي ښکاره کيدل- په هر قدم مرګ ښکاريدو- ما همت اوکو اؤ لږ مخته لاړم- ناساپه د شوي شاته نه يو سورے زما طرف ته راغلو- زه چي تاؤ شوم اؤ مدافعت له مي لاس اوچت کو نو شادان را منډه کړه اؤ زما غيږ کي راغله- د هغي ويښته خواره او- د قميص لستوڼئي شليدلي او اؤ هغه پښي بله پښي په منډه راغلي وه-

هغي زرزر اويي: ” ما طفيل ته هر څه اووئيل- هغه به تا لاهور ته په کير سره اورسه وي”-

” نه- ولي چي ما هغه سره لوظ اوکوچي ذه به د هغه د ملګري آفتاب سره وادۀ اوکم چي هغه د ډيره وخت نه ما سرا وادۀ کول غواري!” هغے زرزر په يره ووئيل اؤ د هغي ساه راماته وه-” طفيل به ما وژني نه؟”

“خو طفيل کوم ځے دے؟”

” مخامخ ټيشن کښي کؤي ستا لاره ګوري- لاهور ته چي اورسيګي نو هغه به زما نوم ستا د لاس خط راوړي- که هغه خط را نوړو نو ذه به ځان مړ کم!” يو دم هغه چپ شوه…… بيائے يوه اسويلئي اوويسته اؤ اووئيل يي: ” اوس ته ځه!”

اچانک زما د پښو نه زمکه اوتښتيده- زما پښو نه دم لاړو اؤ ذه په زمکه کښناستم او دشمشاد پښو پوري او نښتم اؤ په ژړا شوم- ” ذه څنګه لاړ شم؟تا پريګدم نو څنګه لاړ شم شادان! نه ذه نه ځم”-

هغے اووئيل؛ “پاڅه ياد که، ستا ښځه ده اؤ بچي دي، مور اؤ پلار دي، خوندے اؤ روڼه دي………. د هغوي ټولو حفاظت ستا ذمهداري ده!”

” جهنم کښي دي ځي ټول خلق!” ذه په ژړا شوم، زه به هم دلته اوسم- ذه به مسلمان شم اؤ تا سره به وادۀ اوکم!”

” بيا به ذه ستا عزت نۀ کوم!” شمشاد رو شان اووي- بيا هغه راښکته شوله او ذه يي ډيرپه مينه د زمکے نه پاسولم اؤ د يو ماشوم پشان يي د سينے سره جوخت کړم اؤ په خپلو پاسته لاسونويي زما اوښکي پاکي کړي اؤ هغےد اوښکو نه ډکي سترګو ماته اووي: ” راشه! نن اخري ځل ذه په خپلو لاسونو ذه ستا اوښکے پاکي کړم، وي چي دي نه پس به هيڅ کله زما لاسونه زما اوښکو لامده نه شي- ټول ژوند به ته په ما پسي ژاړي اؤټول ژوند به ذه په تا پسي ژاړم اؤ زمونږ بهيدلي اوښکے به ووه سمندره جوړ کړي اؤ مونږ به د يو بل نه لري کري- خو د دي فاصلونه باوجوده زه په دي هم خبر يم چي د دي ښائسته اداګانوپه ژوند کښي به ته ماته د ښائست اؤ مينے اؤ د شفقت په هر موړ باندي ياديګي- په ماښامي کښي چي به کله ذه کپل خاوند له توده ډوډئي ورکوم نو تا به يادوم، اؤد شپي په تنهائي کښي چي خپل ماشوم د خپلے سينے سره او لګومه اؤ الله هو به ورته وايم نو تا به يادوم، اؤ چي کله چي هر څه ختم شي، چي د ژوند فرض پوره شي، چي مرګ د سترګو بڼوسره اولګي هغه وخت به هم ژه تا يادوم، اؤ زما په اخري ساه کښي، د زړه په اخري درزه کښي اؤ د شونډو په اخري رپ کښي به تۀ لکه د دعا پشان راشي اؤ زما په روح کښي به راځے شي!”

” ياد……….ياد……… ياد که دولت وےنو نن به دنيا کښي څوک غريب نه وے! ميني ته به څوک نه کړي دے!!’- شمشاد يو ځل ماته پخپله ووئيلي او- خو نن ما هغه خپلواوښکوپاکيدوته پريښوده- هغے ته ور تر غاړه وتم، ښکل مي کړه اؤ پريمي خوده اؤ د ټيشن ډډي ته مي منډه کړه زکه چي ګاډے بهره ني سګنل ته را نيزدي شو- د ټيشن په پؤړو ختوختو کښي ما شاته اوکتل- د شوي په سوري کښي شادان چپ چاپ ولاړه وه اؤ لري د محلان په حولئي کښي د ډولکو آوازونه راروان او اؤ د محلان نه لري زمونږ د نلونو ځنګل سوزيدو-

Spread the love

Check Also

خاندانوں کی بنتی بگڑتی تصویریں۔۔۔ ڈاکٹر خالد سہیل

میں نے شمالی امریکہ کی ایک سہہ روزہ کانفرنس میں شرکت کی جس میں ساری ...

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *