غزل

ستا د‌ ښائست او ګل ورین نظر بلا واخلم
وږمه وږمه شمه او سپړ شم چي نوم ستا واخلم

چي شم ورپېښ کله په کرکه او په مينه باندي
پرېږدم تياره لمن خوره کړم او رڼا واخلم

وایه چي څنګه به شي ورک زما د زړه غمونه
وي ستا فراق ورسره مل چي کله ساه واخلم

نړۍ کوي د پرمختګ او ترقۍ خبري
زه نړېدلي کور کي وایه نوم د چا واخلم

کوم ،،ګوهر،، درته په شعر کي د منطق خبره
کړم چي پنځه ګوتي راټولي نو سودا واخلم

جواب لکھیں

آپ کا ای میل شائع نہیں کیا جائے گا۔نشانذدہ خانہ ضروری ہے *

*